
په سنګرونه کې غازيانو ته سلام ووايه
د سهار باده طالبانو ته سلام ووايه
په چپه لاره مې تېريږه د خپلوانو ځنې
د خداى په دين باندې جنګيانو ته سلام ووايه
په توره بوړه کې لږ تم شه شهيدانو سره
وړو او لويو عربانو ته سلام ووايه
بيا د شمال په زندانونو يو دوره ووهه
مجاهدينو اسيرانو ته سلام ووايه
دشتې لېلىٰ ته خاماخه ورشه چې هېر يې نکړې
دې ارمانجنو شهيدانو ته سلام ووايه
د خوږو مېندو حال يې ور وړه تسلى لپاره
ګېډۍ ګېډۍ ورکو بچيانو ته سلام ووايه
نسيمه بيا ور نه په مخ جنګي کلا ته لاړ شه
د حق د لارې قربانيانو ته سلام ووايه
هغه د وخت دجال چې ګير کړل د فرېب په جال کې
د عمري لښکر سپاهيانو ته سلام ووايه
چې يې ټانکونه په زخمي زخمي بدن تېرېدل
هغو سپېڅلو شازلميانو ته سلام ووايه
چې يرغلګرو ته يې ورکړلو سبق د عبرت
دې مجاهدو هېلمنديانو ته سلام ووايه
په سرو ورسانو يې راوستې د غم توره شپه ده
چې هېر دې نشي چيچنيايانو ته سلام ووايه
بيا مدينې منورې ته په ورو ورو داخل شه
په احترام يې هم مرغانو ته سلام ووايه
د حضور شنې روضې ته ډېر په احترام ودرېږه
هم يې ترڅنګ خوږو يارانو ته سلام ووايه
بيا نوم زمزم ځان سره واخله کربلا ته لاړشه
آجل وهلو يتيمانو ته سلام ووايه
ټولو ښارونو کې يې وګرځه په ګوته ګوته
په دين مئينو عراقيانو ته سلام ووايه
د اولياؤ زيارتونو ونې وځنګوه
فولادي عزمو زرقاويانو ته سلام ووايه
بيا ترېنه راشه زوريدلي فلسطين په لورې
هلته د ټول عمر پرېشانو ته سلام ووايه
چې په وحشت شهيدان کېږي ديوالونو لاندې
د مېندو غېږکې ماشومانو ته سلام ووايه
بيا هغه بېت المقدس ځنې ګردونه پاک کړه
هم يې سرتېرو فدايانو ته سلام ووايه
نسيمه بيا لاړ شه د کيوبا وحشيانه زندان ته
ورکې خفه خفه بنديانو ته سلام ووايه
چې له زخمونو نه زورېږي خوب کولى نشي
هغو بې وسو او خوارانو ته سلام ووايه
دا چې د مرګ په خوله کې هم غلامي نه قبلوي
د اسلامي تحريک ځوانانو ته سلام ووايه
ملافضل ته وايه دا چې شماليان شوخي کړي
خو د ده نورو سنګريانو ته سلام ووايه
ملا نوري کړه د مزار د ګمراهۍ نه خبر
نورو مشرانو او کشرانو ته سلام ووايه
نسيمه بېرته بيا راستون شه د آسيا په طرف
د وخت مظلومو کشميريانو ته سلام ووايه
بيا په ستنه ترې نه راځه وزيرستان ته راشه
ټولو ميشته مسافرانو ته سلام ووايه
د مهاجرو چې دفاع کوي د سر په بدل
د بېت الله شهيد قوميانو ته سلام ووايه
ورته پګړيو کې ګلان د افتخار وټومبه
د نيک محمد شهيد يارانو ته سلام ووايه
نسيمه بيا ملا عمر او اسامه وګوره
ور سره څنګ کې منصوريانو ته سلام ووايه
چې يرغلګر او غلامان يې له نامې ويريږي
قهرمانانو حقانيانو ته سلام ووايه
د مولوي خالص، خالص ملګري ولټوه
د دادالله شهيد بچيانو ته سلام ووايه
ور پسې وګرځه په غرو رغو خواږۀ وارۀ دي
د امارت د بڼ طوطيانو ته سلام ووايه
که زه ( مفتون ) يې پېژاندمه او که نه نسيمه
خو مجاهدو شاعرانو ته سلام ووايه
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0